فرهنګ

لغمان دتاريخ په اوږدوکې سيمينار ته داطلاعاتو اوفرهنګ دوزيرعبدالباري جهاني پيغام

کابل باختر د لړم اته ويشتمه :
لغمان دتاريخ په اوږدوکې سيمينار ته  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزيرعبدالباري جهاني پيغام .
((درنو حاضرينو، لغمان د تاريخ په اوږدوکې، د سيمينار درنو برخه والو، خويندو او ورونو !
السلام عليکم.
وياړم چې د دې لرغونې او تاريخي ولايت د تاريخ سپړلو په سيمينارکې له لرې برخه در سره اخلم او دا يو څو کرښې چې د دې  درانه سيمينار سره، يوازې زما د ژورې علاقې وړ نښه به وي، درليږم.
دا چې لغمان  زموږ د ادب، موسيقۍ او هنرونو خاوره ده؛ دا خبره ځکه ډېرو څيړنو ته اړه نه لري چې هم د دې وياړلي ولايت مرکز او ولسوالۍ زموږ د وياړلو پوهانو او پر وطن مينو شاعرانو او هنرمندانو له زيارتونو او جنډيو مالامال دي او هم يې دمګړۍ لمن د علم، شعر او ادب له مرغلرو ډکه ده، په دې کې هيڅوک شک نلري.
خوکله چې د دې وياړلي ولايت د تاريخ پاڼې اړوو او د بابر نامې په څېر مهم تاريخي متن کې د هغه له ستراتيژيک او علمي اهميت سره مخامخ کيږو او يا د چيني زاير هيون تسانګ په مشهوره مذهبي او تاريخي سفرنامه کې چې ١٤٠٠ کاله مخکې ليکلې شوې ده او دلغمان په باب يې لسګونې پاڼې را اړوو، نو ګورو چې د دې وياړلي ولايت تاريخي، مذهبي، تجارتي او ستراتيژيک اهميت او سابقه ، له ميلاد څخه سلګونه او لا ښايي زرګونو کلونو پخوا ته ورسيږي.
د لغمان تاريخ که هرڅومره سپړل شوى دى، که هرڅومره کيندنې پکې شوې دي، بياهم څيړنو، تحقيقاتو، کيندنو او ليکنو ته ضرورت لري.
لغمان که، زموږ د تاريخي څيړنو او تحقيقاتو له مخې، يو وخت د بودايي  تمدن او وروسته د يونانو باختري تمدن ځلانده تاريخ لري، نو د اسلام دمقدس دين له راتللو څخه وروسته هم د ديني او عصري هنر، ادب او موسيقۍ د ځلانده ستوري په حيث پاتې شوى دى.
داسې ولايتونه ډيرکم لرو چې د سلګونو کلونو په اوږدوکې يې د علم او هنر ډېوې، په پرله پسې توګه، له يوه لاس څخه به بل ته سپارل شوې او يوه شيبه خاموشه کيدلو ته نه وي پاتې شوي.
د لغمان د وياړلي تاريخ او د هغه دتاريخ دهرې دورې په باب به تحقيقات نورهم دوام لري.
تل دې وي آزاد او آباد افغانستان
تل دې وي د اولسونو ملي يو والى))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته