امنیت

په هلمند کې دطالبانو دماين دچاودنې له امله څلوروتنو ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر دوري  شلمه :
په هلمند ولايت کې دماين دچاودنې له امله يوماشوم شهيد او څه ناڅه درې  تنه نور ملکيان ټپيان شول .
په دغو ملکيانو نن سهار دلښکرګاه ښار بازار ته څيرمه په دوي ماين وچاوديد .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې يوماشوم شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .
ده وويل وسله والو طالبانو دغه ماين په يوه سيمه کې ځاى پرځاى کړي و .
ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته