سیاست

دکورنيو چارو په وزارت کې داساسي قانون د تصويب کاليزه ونمانځل شوه

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
داساسي قانون دتصويب نهمه  کاليزه  دهيواد دکورنيو چارو په وزارت کې ونمانځل شوه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دکورنيو چارو وزارت ددغه وزارت په مقر کې ديوې غونډي په جوړولو سره دهيواد داساسي قانون دتصويب کاليزه ونمانځله.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  په دې غونډه کې  چې ددغه وزارت  معينانو اويوشمير نورو مقاماتو ګډون کړي وو ددغه وزارت  دپاليسي  اوستراتيژي معين جمال عبدالناصر دقانون په تنفيذ اوتطبيق کې  دپوليسو رول ته په اشاري سره وويل چې  دافغانستان  داساسي قانون پربنسټ دهيواد ملي پوليس دقانون په تنفيذولو مکلف دي اود غه مرکز په دې بريالي شوي دي چې داساسي قانون دمادو دعملي کولو په لاره کې اغيزمن ګامونه واخلي .
دکورنيو چارو وزارت دپاليسي اوستراتيژي معين تينګار وکړ چې دهيواد په حقوقي نظام کې  ملي پوليس دقانون داجراکولو اوساتونکې په مقام  کې دي  اودهيواد داساسي قانون دنافذو اوعملي کولو په لاره کې به له هيڅ راز هلوحلو څخه ډډه ونه کړي .     
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته