سیاست

جمهور رئیس غني: د ولسي جرګې د برخلیک په اړه به د افغانستان د اساسي قانون پر اساس او د ملي اجماع په رڼا کې تصمیم ونیول شي

کابلباختر د غبرګولي د مياشتې٢٤
جمهور رئیس غني د ولسي جرګې د برخلیک او د انتخاباتي نظام د اصلاح په اړه د بېلابېلو اقشارو او بنسټونو له استازو سره په جلا جلا ډول دولس مشورتې غونډې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ولسي جرګې د برخلیک د څرنګوالي، د ولسي جرګې  د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې د ټاکلو، د ټاکنیز نظام د اصلاح د کمیسیون د کار د پیل او د برېښنایي تذکرو د ویش د بهیر د پیل کېدو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني  په مشرۍ د هېواد د بېلابېلو اقشارو او بنسټونو له استازو سره پرون له غرمې وروسته په ارګ کې په جلاجلا ډول مشورتي غونډې وکړې.
په دغو غونډو کې چې سیاسي او جهادي شخصیتونو، دیني عالمانو او روحانیونو، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایاتو د کمیسیون غړو، د مشرانو جرګي اداري پلاوي او د ولسي جرګې د بېلابېلو کمیسیونونو استازو هم ګډون کړی و، دوی د افغانستان موجودو سیاسي او امنیتي حالاتو ته په پاملرنې سره د هېواد د اساسي قانون او د ملي ګټو په رڼا کې خپل وړاندیزونه او نظريې له جمهور رئیس غني سره شریک کړل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د غونډو د برخه والو د نظريو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته څرګنده کړه چې موږ د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې ټاکلو ته ژمن یو خو له هغې وړاندې باید د امنیتي، تخنیکي او سیاسي چارو لپاره  اجماع رامنځته شي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د انتخاباتو د تمویل لپاره د مالي سرچینو پیدا کول د دولت مسوولیت دی او موږ به له ټولو هغو لارو چارو څخه کار واخلو چې انتخابات په شفاف ډول ترسره شي.
جمهور رئیس ډاډ څرګند کړ چې د ولسي جرګې د ټاکنو د نېټې د تعین په اړه به هر ډول پریکړه د هېواد د لوړو ملي ګټو په اساس او د ملي اجماع په رڼا کې ترسره کېږي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني همدا راز وویل چې د قانون تفسیر د افغانستان د سترې محکمې دنده ده او دا موضوع به سترې محکمې ته راجع شي.
جمهور رئیس غني په همدې توګه وویل چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه یې غوښتي دي چې له تېرو انتخاباتو څخه د اخیستل شویو درسونو او عبرتونو په اړه ورته په پنځه ورځو کې رپوټ ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته