امنیت

څه دپاسه اويا تنه وسله وال طالبان په پکتيا او لوګرکې وژل شوي دي

کابلباخترداسد٨
دپکتيا ولايت د اريوب ځاځى او دلوګر ولايت د ازرې په ولسواليوکې د سيمرغ په نامه عملياتوکې تراوسه پورې څه دپاسه اويا تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په دغو عملياتوکې چې د روان کال د زمري د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه په دغو دوو ساحوکي پيل شوي دي؛ تراوسه پورې ديارلس تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د٢٠٣ تندر قول اردو مرستيال جنرال محمداکبر يولداش نن باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات دسيمرغ په نامه دافغان ځواکونو اود بهرنيو پوځيانو له خوا د روان  کال د زمري د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه دپکتيا اولوګر د ولايتونو په مربوطاتوکي پيل شوي دي او دوام لري.
ديولداش دڅرګندونو له مخې: په هغو عملياتوکې چې د پکتيا ولايت د اريوب ځاځى ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والوطالبانو په پټنځايونو وشول؛ څه دپاسه پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان وژل شوي؛ درويشت تنه طالبان ټپيان او ديارلس تنه نور يې نيول شوي دي.
د٢٠٣ تندر قول اردو مرستيال زياته کړه: د ناټو دځواکونو په هغو هوايي عملياتوکې چى دلوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو په پټنځايونو وشول ، څه دپاسه درې ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په همدې حال کې دپکتيا د ولايتي شورا مرستيال ډاکترالله مير بهرام زي باخترآژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې يو زيات شمېر ملکي وګړي شهيدان اوياټپيان شوي دي.
دلوګر ولايت د ازرې، د ننګرهارولايت دحصارک او دپکتيا ولايت د اريوب ځاځى په ولسواليوکى د افغان ځواکونو او د ناټو دځواکونو ګډ عمليات د روان کال د زمري د مياشتې په لومړۍ نيټه پيل شوي او تر اوسه پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته