امنیت

يو امريکايى عسکر د چاودنې له امله ټپي شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
يو امريکايى عسکر په ننګرهار ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ټپي شو.
دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې د دغه ختيځ ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ناتو د عسکرو د سپرلۍ کاروان په ښخ کړى شوى ماين وخوت.
د هېواد په ختيځ کې د ناتو د ځواکونو يو وياند وايي چې د دغې چاودنې له امله يو بهرنى عسکر ټپي شوى دى.
په همدې حال کې يو شمېر رسنيو د ننګرهار ولايت د سيمه ييزو مسوولينو له خولې خبر ورکړى دى چې په دې چاودنه کې يو امريکايى عسکر وژل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته