سیاست

د حکومت د کړنو د څیړنې او مطالعې کمیسیون د زورواکو له خوا د ځمکو د غصب په اړه د توضیحاتو د وړاندی کولو په موخه د کرنې او اوبو لګولو وزیر را غوښتی و

کابل- باختر دلړم  ديرشمه
کابل- ۱۳۹۱ د لړم ۳۰مه
د حکومت د کړنو د څیړنې او مطالعې کمیسیون د زورواکو له خوا د ځمکو د غصب په اړه د توضیحاتو د وړاندی کولو په موخه د کرنې او اوبو لګولو وزیر را غوښتی و.
په غونډه کې، چې د فضل عظیم مجددي په ریاست جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د کرنې او اوبو لګولو وزیر محمدآصف رحیمي، د یاد وزارت اراضۍ او د املاکو د شخړو د اواري د کمیسیون رئیس د دولتي ځمکو دغصب او اجارې ورکولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په موخه په غونډه کې ګډون کړی و.
د کرنې وزیر د ولسي جرګې له خوا د دغه کمیسیون د جوړیدو په اړه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ د دولتي ملکیتونو د غصب په تړاو معلومات وړاندې کړل.
نوموړي د غصب شویو ملکیتونو د لیست د چمتو کولو په موخه د جمهوری ریاست د پنځه څلویښتمې ګڼې د فرمان پر بنسټ  د عدلیې وزارت، له فساد سره د مبارزی د ادارې، د کورنیو چارو وزارت، لویې څارنوالۍ او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکی ادارې د استازو په ګډون د یوه نوي کمیسیون د جوړیدو خبر ورکړ، د غصب شویو ځمکو د لیست په دوام یې په څو ولایتونو کې د یو شمیر غاصبینو په اړه هم خپل راپور وړاندې کړ.
رحیمي په دې راپور کې د ۵۷ غصب کوونکو له لوري د ۱۳۸۹۹۶جریبه ځمکې او یو شمیر ښارګوټو د غصب کیدو په اړه معلومات ورکړل. 
دکرنې د وزیر د راپور له مخې، په کابل کې د پنځلسو تنو له خوا ۱۱۴۲۶ جریبه ، په هرات کی د نهو کسانو له خوا ۱۲۴۱۱ جریبه، د ننګرهار په ولایت کې د دیارلس تنوله خوا ۲۰۵۰۰ جریبه، د کندوز په ولایت کی د اوو تنو له خوا ۱۷۱۴ جریبه، د بلخ په ولایت کې د پنځلس تنو له خوا د۸۷۶۰۰جریبه او د پروان په ولایت کې د دوو تنو له خوا د ۵۳۴۵ جریبه ځمکه غصب شوې ده.
د کرنې وزیر د منظمي ډلبندۍ له مخې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د ټولوغصب شویو ځمکو لنډ لیست ولوست او د چارو ادارې ته د مکمل لیست د لیږلو خبر یې ورکړ.
نوموړی له کورنیو چارو وزارت او نورو ارګانونو څخه غوښتنه وکړه، چې دغصب شویو ځمکو د بیرته ترلاسه کولو په خاطر دې له کرنې وزارت سره همکاري وکړي.
د کرنې وزیر د ځانګړي کمیسیون د همکاریو مننه وکړه.
د کمیسیون غړي د کرنې د وزیر له خوا د معلوماتو له وړاندې کولو وروسته، د غصب شویو ځمکو مکمل لیست، د غاصبینو د هویت، د غصب شویو ځمکو د ډول، د غصب شویو ځمکو د اندازې، د غصب د نیټې، دغصب شویو ځمکو د اوسني حالت، د اجارې د څرنګوالي او د هغو عوایدو د اندازې په اړه دې، چې له غصب شویو ځمکو څخه ترلاسه کیږي، د بشپړو معلوماتو غوښتونکي شول. 

د کمیسیون غړو په اتفاق سره پریکړه وکړه، چې د لومړنیو کړنو د ترسره کیدو په موخه دې د کرنې وزارت  په کابل ولایت کې د غصب شویو ځمکو بشپړ لیسټ کمیسیون ته راواستوي.
په غونډه کې د کرنې او اوبو لګولو وزیر ژمنه وکړه، د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په پنځمه به د کابل ولایت د غصب شویو ځمکو تفصیلي لیست یاد کمیسیون ته راواستوي.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د سه شنبې په ورځې دې کابل ښاروال او د نوي کابل د ادارې رئیس دې په دې اړه د راپور د وړاندې کولو په موخه د کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړي.

د شکایتونو د اوریدو دکمیسیون په غونډه کې، چې د عبیدالله بارکزي په ریاست جوړه شوې وه، پر بیلا بیلو موضوعاتو بحث وشو.
د غونډې په پیل کې د لغمان ولایت د اوسیدونکي الله داد پر عریضه بحث وشو. نوموړي شکایت درلود، چې په ۱۳۸۹ کال کې  د نورستان ولایت د دو اب  ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شوی و. د نوموړي په وینا، د مخالفینو له لوري یې شپږ همکاران شهیدان شول. هغه مهال، چې  وسله والو مخالفینو د دواب ولسوالي د څو ورځو لپاره محاصره کړه، دوی له مرکز څخه هیڅ ډول مرسته ونه رسیده. دده په خبره، چې په دې موده کې د سرتیرو لپاره خوراکي او نور د اړتیا وړ مواد په خپلو شخصي پیسو پیرلي، خو تر دې مهال یادې پیسې نه دې ورکړل شوې. د کمیسیون غړو پریکړه وکړه، چې موضوع دې د کمیسیون رئیس عبیدالله بارکزی د کورنیو چارو له وزیر سره شریکه کړي.
دغه راز د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ د اوسیدونکي اختر محمد پر عرضپاڼه خبرې اترې وشوې. نوموړي شکایت درلود، چې زوی یې شپږ میاشتې کیږي د ملي امنیت له لوري له طالبانو سره د لاس درلودلو په تړاو د کابل په هوايي ډګر کې نیول شوی . دده په خبره، چې د زوی بې ګناهي د سپین ږیرو او دولتي چارواکو له لوري تصدیق شوې هم ده، خو تر دې مهاله یې د خوشې کیدو په برخه کې اقدام نه دی شوی. د کمیسیون غړو پریکړه وکړه، که چیرې شواهد او مدارک موجود نه وي او مجرم نه وي پیژندل شوی، نو د خوشې کیدو په برخه کې دې اقدام وشي.
ورپسې د سمنګانو ولایت د اوسیدونکو محمد رفیق او عبدالمطلب پر عریضه بحث وشو. دوی په خپله عرضپاڼه کې ویلي و، چې د یاد ولایت د کوزې دره صوف په ولسوالۍ کې یې شخصي ځمکې د ملا کریم، محمد الله، غلام نبي، شیرجان، سخي او معلم روزي له لوري غصب شوې دي. دوی زیاتوي، چې اوسمهال یې دغه کسان په خپلو ځمکو کې کار کولو ته نه پریږدي او وهي ټکوي یې. ددوی په خبره، غاصبانو یې څو تنه وژلي او ټپیان کړي دي. د کمیسیون غړو پر موضوع بحث وکړ، او په دې اړه د کمیسیون رئیس عبیدالله بارکزي د سمنګانو له والي سره په ټلیفون خبرې وکړې. نوموړي له والي څخه وغوښتل، چې یاد کسان دې ژر تر ژره کابل ته راواستوي، څو د هغوی پر وړاندې موضوع وڅیړل شي.
په غونډه کې د دایکنډي ولایت د اوسیدونکي مصطفی پر عریضه خبرې وشوې. نوموړي شکایت درلود، چې د ۱۳۹۰ کال د روژې په میاشت کې یې کور ته د محمد په نوم یو کس د شپې ناوخته ور ننوتی او پر میرمنې یې جنسي تیری کړی دی. هغه ویلي، چې متجاوز یې نیولی، خو دی یې دومره وهلی ټکولی، چې ان بې هوښه شوی دی.
موضوع د ډایکنډي له والي سره په ټلیفون مطرح شوه، له والي څخه وغوښتل شول، چې د محمد نومي د نیولو په برخه کې دې اقدام وکړي او د خپلو اعمالو په سزا دې ورسوي.
د غونډې په بله برخه کې د هیواد د ځوانانو د عالي شورا پر عریضه بحث وشو. ځوانانو په مرکز او ولایتونو د کافي بودجې له نشتوالي څخه شکایت کاوه. د موضوع تر څیړلو وروسته پریکړه وشوه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او د نوموړي وزارت د ځوانانو چارو مرستیال تیمورشاه اسحاق زی دې د کمیسیون د لیندۍ میاشتې د پنځمې نیټې په غونډه کې ګډون وکړي.
د غونډې په پای کې د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ او قصبې د سیمې د خلکو پر عرضپاڼو خبرې اترې وشوې. دوی په خپلو عرضپاڼو کې ویلي و، چې د دوی  شخصي او دولتي ځمکې د اونکس شرکت له لوري غصب شوې دي او هیڅوک نشته، چې د دوی حق له یاد شرکت څخه واخلي. کمیسیون پریکړه وکړه، چې د اونکس شرکت رئیس او د ملي دفاع وزارت د تاسیساتو رئیس دې د کمیسیون د لیندۍ د اوومې نیټې په غونډه کې ګډون وکړي.
د تقنیني چارو د کمیسیون غونډه د قاضي نذیر احمد حنفي په ریاست جوړه شوه.
په غونډه کې، چې د ملي ائتلاف د غړي محمد عاصم، د حق او عدالت د ګوند د غړي عباس نویان، د ګوندونو د شورا د شخړو د اواري کمیسیون غړي عبدالغفار مظفري، د مرکزي پلټنې د کمیسیون د غړي اسدالله سعادتي او د ملي پیوند د ګوند د غړي محمد ارشاد معنوي په ګډون جوړه شوې وه، د ټاکنو د قانون په اړه د ولسي جرګې د غړو  طرح او د تقنیني فرمان  اصل متن پرتله او په دې مورد کې د تقنیني چارو او مدني ټولنې د غړو پر وړاندیزونو او طرح بحث وشو.
دغه راز د غونډې په بله برخه کې د ټاکنو د سیسټمونو، د رایې ورکولو د لارو چارو او د سیاسي ګوندونو د پیاوړتیا د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې اترې شوې.
دملی اقتصاددکمیسیون په غونډه کی ، چې د میرالرحمن رحمانی په مشری دسوداګری دنمایندګی دقانون طرح چی داساسی قانون دیولسمی مادی دحکم له مخی چی د سوداګرودنمایندګی دتنظیم په خاظر اود دواړولوریودمناسباتودتنظیم په خاطر بحث وکړ.  
د قانون دغه طرح ایجابوی چی ډيری خبری ورباندی وشی اودهغه دوام راتلونکی غونډی ته پاتی شو.
سپس، هیئت اعزامی کمیسیون به ولایت بلخ که در سفر به آن ولایت، وضعیت
ورپسی بلخ ولایت ته دکمیسیون دپلاوی لیږل چی نوموړی ولایت ته په سفرکی دولایت عمومی وضعیت لاسته راوړنی ، ، کاری اوپه سکتوری اودولتی اداروکی ستونزی اواقتصادی اوانکشافی پروګرامونه یی ترڅیړنی لاندی ونیول اوخپل  رپوټ یی وړاندی کړ.
دغه پلاوی چی ډاکترشکیلاهاشمی یی مشری کوله چی دتیری اونی  دپنجشنبی په ورځ مزارشریف ته تللی و، دهغه ولایت اقتصادی اودولتی اداری یی څیړلی اودخپل کاررپوټ یی کمیسیون ته وړاندی کړ چی دلاسته راوړنو اونتایجوپه اړه بحث وشو اوپریکړه وشوه چی په اړه یی په راتلونکی غونډه کی بحث کوی.
په پای کی کمیسیون ته دررارسیدلو داسنادواواومکتوبونه ترغورلاندی ونیول شو.
د مواصلاتو او مخابراتو، انرژۍ او اوبو او د ښاروالیو د کمیسیون په غونډه کې، چې د قیس حسن په ریاست جوړه شوې وه، د غزنې په تړانګه کې پر فلسطیني بې وزلو خلکو د اسرائیلو وحشیانه بریدونه په کلکه وغندل شول، له ټولو اسلامي هیوادونو څخه وغوښتل شول، چې ددې وحشیانه جګړې پر وړاندې دې بې تفاوته نه پاتې کیږي او خپله دیني او اسلامي دنده دې سرته ورسوي.
ورپسې د ۱۳۹۰ کال د قطعیې، د ۱۳۹۰ کال د بودجې د ضمیمې،  د دوولسو لږ پراختیايي ولایتونو لپاره د ۱۳۹۱ کال د پراختیايي بودجې د ضمیمې په اړه بحث وشو او د بحث دوام راتلونکو غونډو ته وځنډول شو.
دغه راز د انرژۍ د تړون معاهده، چې په ګڼو غونډو کې پرې بحث شوی و، د رایو په اتفاق تایید شوه.
د غونډې په دوام د چمتلې په دښته کې د دوه زره جریبه ځمکې د غصب په اړه د استانه ګل پر عریضه بحث وشو، پریکړه وشوه، چې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې رئیس دې د منشي میرغلام غیبي د استوګنې د ښارګوټي له اسناد و سره یو ځای د کمیسیون دلیندۍ د اوومې نیټې په غونډه کې، چې د ښار جوړولو چارو وزیر به هم موجود وي، ګډون وکړي.  
د ترانسپورټي موضوعاتو او د کمیسیون د بلنو او د استول شویو مکتوبونو په اړه د ترانسپورټ وزارت پر بې پروایۍ هم بحث وشو، تصمیم ونیول شو، چې د ترانسپورت وزارت د بهرنیو او کورنیو خصوصي هوايي شرکتونو د ستونزو او چارو، او د بهرنیو او کورنیو الوتنو پر وړاندې د پرتو ستونزو د اواري په موخه دې د کمیسیون د رئیس قیس حسن په ریاست یو پلاوی وټاکل شي، د لیندۍ په شپږمه دې خپل کاري غونډه د ترانسپورټ او هوايي چلند د وزیر په دفتر کې جوړه او د خپلو اجرااتو په اړه دې کمیسیون ته راپور وړاندې کړي.
په غونډه کې دغه راز پریکړه وشوه، چې د عرفان الله عرفان، انجنیر محمد هاشم اورتاق او نسیمې نیازۍ په ګډون یو درې کسیز پلاوی دې د کلیو او بانډو د برېښنايي شبکو د غځولو، د بلونو د ویش، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د میترونو او د برېښنا د ضایعاتو د څیړنې او څارنې په اړه د برېښنا ریاست په همکارۍ خپلې څیړنې ترسره د پایلو په اړه دې خپل راپور کمیسیون ته وړاندې کړي.
د وکیلانو د خوندیتوب، امتیازونو او حقونو د کمیسیون په غونډه کې چې د شریف الله کامه وال په ریاست جوړه شوې وه، د مالي او بودجې چارو د کمیسیون له لوري  د ۱۳۹۰ کال د رااستول شوې بودجې د قطعیې په اړه بحث وشو. 
موضوع د لا زیات بحث په موخه راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه.

د کمیسیون غړو د پارلماني پیاوړتیا له موسسې وغوښتل، چې درې ګونو قواوو د بودجې د واک او په بودجه پورې د اړوندو موضوعاتو په اړه د کمیسیون غړو د معلوماتو د وړاندې کولو په موخه دې خپل یو استازی وټاکي.
د روغتیا، بدني روزنې، ځوانانو، کار او کارګر کمیسیون د ډاکټر نقیب الله فایق په ریاست د رواني او په نشه د روږدو کسانو د درملنې له روغتونونو څخه لیدنه وکړه.
دا، چې څو کلنې جګړط د رواني ناروغیو لامل ګرځيدلې او ناروغان یوه ارام ځای ته اړتیا لري، د کمیسیون رئیس د ښار په له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې د رواني نارغیو د درملنې د روغتون د موقعیت په اړه، چې شنه ساحه یې هم محدوده ده، اندیښنه وښوده.
په دې کتنه کې په رواني روغتون کې بستر ناروغانو، چې زیاتره یې بې وزلې خلک و، ددې په خوا کې چې په روغتون کې د دارو درملو او امکاناتو له نشتوالي سر ټکاوه، ویې ویل، چې هغوی ان پرسټامول او فیرفولیګ یا اوسپنې ګولۍ هم له بازاره اخلي.
دغه راز د روغتون ډاکټرانو وویل، چې رواني ناروغان په پرله پسې ډول د شور ماشور څخه رنځ وړي او له دې امله خپلې بسترې، روجایۍ او د کړکیو پردې شکوي، خو د عامې روغتیا وزارت په هرو شپږو میاشتو کې دوی ته روجایۍ ور بدلوي او زیاتره ناروغان له روجایو پرته په بسترو کې ژوند تیروي.
د روغتون د مسوولینو په وینا، په ورځ کې په منځني ډول پنځوس ناروغان او په میاشت کې سل ناروغان درملنه کیږي.
سره له دې،چې د عامې روغتیا وزارت څه موده وړاندې د رواني ناروغانو له زیاتوالي څخه خبر ورکوي، او د ناروغانو د درملنې په خاطر خپل چمتوالی ښيي، خو سره له دې هم د یاد روغتون ټولې اړتیاوې نه دي پوره شوې.
دیادونې وړ ده، چې له روغتیايي مرکزونو څخه د کمیسیون د څارنې لړۍ به همداسې روانه وي.
د معلولینو، معیوبینو او د شهیدانو د وارثانو چارو د کمیسیون په غونډه کې، چې د حمیدالله توخي په ریاست او د ولسی جرګی دمنشی عبدالستارخواصی ، دښاروالی مرستیال ددویمی اولمړی ناحې د ریسان دښاروالی دمارکیټونودتنظیم ریس او معیوبو لاس پلورنکو په ګډون جوړه شوی وه ، دکابل په ښارکی  ددغومعیوبینواومعلولینودځای دنشتوالی په اړه بحث اودرایوپه اتفاق سره داسی پریکړه وشوه.
          کابل ښاروالی مکلف دی دیوی میاشتی په اوږدوکی دکابل ښارپه ۲۲ ناحیوکی مناسب ځایونه دبازارونوجوړولوته پیداکړی ترهغه وخته پوری معلولین اومعیوبین چی په هرځای کی  په کاربوخت دی ورته دی دښاروالی ناحیو اوامنیتی مسولینوله خوا دکاراجازه ورکړشی .
          دکاراوټولنیزوچارووزات مکلف دی ډیرژردی دثبت شوی واقعی نمایندګان لیست له معلولینواومعیوبینولیست چی په ولچروکی دی دناحیوپه تفکیک سره کمیسیون ته راواستوی .         دکاراوټولنیزوچارووزارت مکلف دی ترڅودمعلولواومعیوبودلاس پلورونکومشکلاتو دحل په موخه اودهغوی ځای په ځای کول له ښاروالی سره همکاری وکړی .
دغونډی په بله برخه کی هم یوشمیر معلولین حاضرشو اودخپلوعریضو دوړاندی کولوپه ترڅ کی دکمیسیون له کارڅخه خوشالی وښوده اوغوښته وکړه ترڅوکمیسیون ددوی دستونزی دحل په خاطردی زیاته همکاری وکړی.
دکمیسیون غړی ددوی دستونزی داوریدوڅخه ورسته ، ژمنه وکړه ددی ستونزی به ترغورلاندی نیسی اوددوی دستونزو دحل په خاطر دی له هیڅ ډول هڅه اوهاند څخه ډډه ونه کړی.
د طبیعي منابعو او چاپیریال ساتنې د کمیسیون غونډه د عبیدالله رامين په ریاست جوړه شوه.
په غونډه کې د کانو د وزیر په نه ګډون د کمیسیون د غړو له لوري نیوکه وشوه، وویل شول، ټاکل شوې وه، چې د کانو وزیر به په غونډه کې ګډون کوي او د اموسیند د تیلو د حوزې، د تیلو د چاڼ خونې د جوړیدو، په یاد تړون کې د پانګونې د څرنګوالي، د حاجي ګک د کان د تړون، د پانګونې د تناسب، له یاد کانو څخه د افغانستان د عاید د فیصدۍ، د چاپیریال پر وړاندې د پرتو خنډونو او د کار روزګار د موندلو په اړه د کمیسیون دغړو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې د کانو وزیر دې  د لیندۍ په اوومه د سه شنبې په ورځ د کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړي.
د مرکزي پلټنې او د قانون پر پلي کیدو دڅار کمیسیون په غونډه کې، چې د عبدالحفیظ منصور په ریاست جوړه شوې وه، د قطعیې حساب د راپور په اړه، چې د کنټرول او پلټنې د ادارې له لوري چمتو شوی، بحث وشو.
د کمیسیون غړو وویل، چې په قطعیه کې زیاتې نیمګړتیاوې شته، چې ښه بیلګه یې د حیرتان- مزارشریف د ریل پټلۍ لپاره یوویشت میلیونه ډالره بودجه د. دوی زیاته کړه، د افغانستان بانک یوپنځوس میلیونه ډالرو پانګې کموالی هم باید له پراختیايي بودجې څخه پوره شوی وای، خو له عادي بودجې څخه ورکړل شوی دی.د کمیسیون غړو پریکړه وکړه،؛ چې د قطعیې حساب د راپور په اړه دې د کمیسیون نظرونه تر توحید وروسته مالي او بودجې کمیسیون ته واستول شي، او د کمیسیون یو استازی دې د یاد کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړي.
په غونډه کې د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې د یو شمیر کارکوونکو پر شکایت بحث وشو. دوی شکایت درلود، چې د ۱۳۹۰ کال کنګره ناقانونه وه. د کمیسیون غړو پریکړه وکړه، چې د ټولنې د ریاست له لوري د مکتوب له لارې د شکمنو ولایتونو د بانکي حساب را وغوښتل شي، څو په کنګره کې د ګډونوالو کسانو حق العضویت د ورکړې په اړه ډاډ ترلاسه شي او د هغو په رڼا کې بیا کمیسیون خپله وروستۍ پریکړه صادره کړي.
د غونډې په پای د کابل پوهنتون د استادانو پر عریضه خبرې وشوې. د کمیسیون غړو د ولسي جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د تلې میاشتې د شپاړسمې نیټې پریکړه، چې پکې راغلي و، قصبه د استادانو د استوګنې لپاره وړ ځای نه دی. په پریکړه کې زیاته شوې وه، چې دغه را دا کار د ولسمشر د حکم خلاف دی او تر هغې، چې دوی وړ ځای نه وي موندل شوی، هیڅوک حق نه لري، چې هغوی له خپلو استوګنځایونو څخه بې ځای کړي، تایید کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته