جلال آباد باختر دغويي دمياشتې ٢٥ :
د ننګرهار ولايت د پاسپورت ادارې عوايد په سلوکې څلويښت زيات شوي دي.
د وړاندې شوې شمېرنې له مخې:
د ننګرهار د پاسپورت ادارې په تېره يوه مياشت کې په سلوکې څلويښت عوايد درلودل چې دغه شمېر د يوې مخکنۍ مياشتې په پرتله په سلوکې څلويښت زياتوالى ښيي.
د ننګرهار ولايت د پاسپورت ادارې يو مسوول باختر آژانس ته خبر ورکړ :
موږ په تېره يوه مياشت کې شپاړلس ميليونه افغانۍ عايد درلودل چې دغه شمېر په سلوکې څلويښت زياتوالى ښيي.
ده وويل: په دغې مياشت کې څه دپاسه دريو زرو تنو هېوادوالو ته پاسپورتونه ورکړ شوي دي.
د ننګرهار ولايت د پاسپورت ادارې مسوول د پاسپورت په ورکولوکې اسانتيا او د دغه بهير د چټکتيا لپاره د ظرفيت جوړول د دغې ادارې د عوايدو د زياتوالي اصلي علتونه وبلل .
0 1 دقیقه لوستل