ورزش

کریس ګېل د ویست انډیز د کرکټ ټیم له غړیتوب څخه ګوښه کېږي

کابل/ باختر/ د کب دمیاشتې ۱نېټه
د ویست انډیز د کرکټ د ملي ټیم ستوری کریس ګېل د کرکټ د ۲۰۱۹ م کال له نړیوالو سیالیو څخه وروسته له دغه ټیم سره مخه ښه کوي .
د ویست انډیز د کرکټ د ملي ټیم دغه ۳۹ کلن لوبغاړي ویلي دي چې له ملي ټیم سره له مخه ښې وروسته، ۲۰ آوریزو سیالیوته دوام ورکوي او په تجارتي سیالیوکې لوبه کوي .
کریس ګېل د کرکټ له نړیوالو ستورو څخه دی چې تر اوسه پورې يې ۲۸۴ لوبې کړې او درې ځلې يې سلیزې ترسره کړې او په ټولو لوبو کې یې ۱۰ زره منډې کړې دي .
کریس ګېل د نړۍ په کچه زیات مینه وال لري.
ختم/ ع 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته