فرهنګ

په زابل کې د سولې او ملي يووالي تر نامه لاندې مشاعره جوړه شوه

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
د زابل رڼا مدني ټولنې په نوښت او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ملاتړ د سولې او ملي يوالي تر نامه لاندې مشاعره د بادام ګل ماڼۍ په تالار کې جوړه شوه.
په دې مشاعره کې د زابل والي، د ولايتي شورا ریيس، د رڼا مدني ټولنې مشر، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست، د ملکى ادارو ریيسانو، شاعرانو، لیکوالو، فرهنګیانو، ژورنالیستانو او د ادب مينه والو کډون لاره.
د مشاعرې په پيل کې د زابل والي جنرال احمدګل رسولي وويل: روانه جګړه چې په هر نوم وي، باید ودرول شي؛ ځکه چې زیان یې یوازې خلکو ته رسېږي او جګړه يوه غميزه ده چې ټولنه د تباهۍ پر لور بيايي.
رسولي زیاته کړه: دا چې شعر پر يو چا ژوره اغېزه ښندي، نو بايد شاعران او فرهنګیان خپل ټول شعرونه او ليکنې د سولې په تړاو ترتيب کړي او د شعر په ژبه د سولې پيغام تر ټولنې ورسوي.
د زابل د ولايتي شورا ریيس حاجي عطاجان حقبيان وويل: شعر د تولنې د اصلاح لپاره ډېر مهم دى او د شعر په وسيله کولاى شوو د سولې په اړه خلکو ته عامه پوهاوي ورکړو چې خلک د سولې پر ارزښت پوه شي.
حقبيان زیاته کړه: د شعر په ژبه پيغام رسول پر خلکو زياته اغېزه کوي، په همدې اساس شاعران بايد وخت ته په کتو سره ټولنې ته پيغام ولېږدوي.
وروسته د مشاعرې برخه پيل شوه او یوشمېر شاعرانو د سولې اړوند لیکل شوي شعرونه ولوستل او هم یې د ترنم په ژبه هېواد کې د سولې غوښتنه وکړه.
په دې مشاعره کې ۲۸ شاعرانو خپل شعرونه سیالۍ ته وړاندې کړل چې له دې جملې څخه بشرمل ناصر لومړی او جاوېداحمد احمدي دویم مقامونه ترلاسه کړل.
د مشاعرې په پای کې غوره شاعرانو ته سوغاتونه ورکړل شول.
پای/ داوودزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته