سیاست

جمهوررئیس غني د ننګرهار ولایت له یو شمېر دیني عالمانو سره وکتل

کابل_باختر_ د چنګاښ د مياشتې ١١مه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني جلال اباد ښار ته د خپل سفر پر مهال تير ماښام د ننګرهار ولایت له یو شمېر دیني عالمانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه کتنه چې د جلال اباد په شاهۍ ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې مولوي عبدالبصیر بصیرت د سولې په برخه کې د جمهوررئیس له سیاستونو بشپړ ملاتړ وکړ او په دې برخه کې یې د جمهوررئیس هلې ځلې وستایلې.
هغه په خپلو خبرو کې د ادیرې لپاره د پراخې ځمکې، عالمانو ته د حج سهمیه کې زیاتوالی، د دارالافتا، کتابتون او د غونډو لپاره د یو سالون جوړولو غوښتنه وکړه، ويې ویل چې د ننګرهار د عیدګاه جومات دې له ښاروالۍ څخه حج او اوقافو ریاست ته انتقال شي او همدارنګه یې د شخصي مدرسو د رسمي کېدو او تمویلولو غوښتنه وکړه.
مولوي بصیرت وویل، د قاسم اباد په ښارکوټي کې خطیبانو او امامانو ته درې سوه نمرې ورکول شوې وې، خو د زورواکو له خوا غصب شوي دي، یا دې دغو امامانو او خطیبانو ته بدیله ځمکه ورکول شي یا هم پیسې.
جمهوررئیس غني په پیل کې په جلال اباد ښار کې په نننۍ چاودنې خواشیني وښوده او د شهیدانو پاک روح ته یې دعا وکړه او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړه او ويې ویل، د وطن د دښمنانو موخه داده چې موږ او تاسو سره ونه وینو او ما له ولس څخه لرې وساتي، خو دا غونډې به نورمالې روانې وي.
د هېواد جمهوررئیس د عالمانو د متفقه او بېساري فتوا او اقدام مننه وکړه، ويې ویل، چې په روژه کې یې د ۳۴ ولایتونو له حافظانو او د حج او اوقافو له رئیسانو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې. هغه زیاته کړه، حکومت د افغانستان په کچه د دیني مدارسو او حفظ حلقو ته د ودې لپاره برنامه لري او په ټول هېواد کې مې د یو میلیون قران کریم د نسخو د وېش امر کړی دی.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د جوماتونو بیارغاونې او جوړولو ته جدي توجه شوې ده او ما لارښوونه کړې ده چې په بدخشان ولایت کې د خرقې شریفي په پخواني ځای دې یو جومات جوړ شي.
جمهوررئیس د ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه چې د قاسم اباد نمرو د غصب موضوع وڅیړي او په اړه یې جمهوري ریاست ته مشخص وړاندیز وکړي او زیاته یې کړه چې غصب په شرعي جایداد نشي بدلیدلی.
جمهوررئیس ژمنه وکړه چې د حج او اوقافو وزارت کې به فوق العاده بدلون راشي او په دې وزارت پانګونه کېږي چې مسلکي برخه یې عیاره شي او د دارالافتا د جوړولو په اړه د عالمانو د شورا رئیس مولوي کشاف د یوې کمېټې په مشرۍ کار کوي، همدارنګه یې د عیدګاه جومات د ملکیت په اړه د څیړنو لارښوونه وکړه. پاى ذکرالله 
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته