امنیت

په زابل کې دوسله والو طالبانو ديو قوماندان نيول کيدل

کابل باختردثور دمياشتي١٨ نيټه :

په زابل ولايت کې پرون دوسله والو طالبانو يو قوماندان ونيول شو.

ملاپاينده په داسي حال کې  چې په ناټو اوافغان سرتيرود بريد په طرحه کولو بوخت و  دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى .

دزابل دوالي ويندوى اشرف ناصري باختراژانس ته وويل چې دغه قوماندان ددغه ولايت  په ځينو برخو کې دوسله والو طالبانو دتروريستي بريدونو رهبري کوله .

درارسيدلو خبرونوله مخې   ددغه قوماندان دنيولو په عملياتو کې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي  وسايل دافغان دځواکونولاسته ورغلي دي.

ديوبل خبرله مخې په قلات ښاردوسله والو طالبانو دبريد له امله  دپوليسو يو سرتيرى وژل شوى دى اويوبل تن يي ټپي شو.

دزابل دوالي ويندوى وايي دغه سرتيرى په ښارکې په يوه امنيتي پوسته کې دپلټنې په  حال کې و چې دوسله والو طالبانو له خوا ورباندې ډزې وشوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته