امنیت

دملي امنيت منسوبينو يوسړى له اتيا ميلو وسلو سره ونيوه

کابلباختردسنبلي٢٥
دملي امنيت دلوى  رياست منسوبينو پرون يو سړى د کاپيسا ولايت په مربوطاتو کې د وسلو او دپوځي تجهيزاتو د ليږدونې په  تور ونيوه  .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
دننګرهار ولايت دشينوارو اوسيدونکي ګلزار اتيا ميله ډول  ډول وسلې او نور تجهيزات په يو هينو ډوله موټر کې ځاى پرځاى کړي  و اودکاپيسا له ولايت څخه دپروان ولايت د بګرام ولسوالۍ ته  د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره د ليږدونې نيت درلود چې د ملي امنيت دلوى رياست د منسوبينو له خوا  ونيول شو اوپيښه ترڅيړنې لاندې ده  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته