ترینکوټ باختر د چنګاښ ۲۵ مه
د روزګان ولایت په چهار چینو ولسوالۍ کې نهه تنه وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان وړمه شپه د افغان کمانډو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د روزګان ولایت د ملي اردو څلورمې پلې لوا ویاند خان جان نصرتي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې؛افغان کمانډو ځواکونو د چهار چینو په ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ۹ تنه وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال