ټولنه

په بدخشان کې د واورې ښوئيدنې دقربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره مرسته وشوه

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٧ :
په بدخشان کې د واورې ښوئيدنې  دقربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره مرسته وشوه
په دغو مرستو  کې دخوراکي توکو او ژمنيو  جامو ترڅنګ دهر قرباني له کورنۍ سره  دپنځوسو زرو افغانيو اوله هر ټپي سره  پنځلس زره افغانۍ مرسته شوې ده.
شپږ ورځې مخکې دبدخشان ولايت دکوفاب  ولسوالۍ دچشمه دره  په سيمه کې د واورې ښوئيدنې له امله شپږ تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
دبدخشان دوالي ويندوى  احمد نويد بشارت باخترآژانس ته وويل :  دغه مرستې دبدخشان ولايت له پيښوسره دمبارزې درياست او دآقا خان دموسسې له خوا ترسره شوي دي .
دبدخشان  د والي ويندوى  زياته کړه :    ټاکل شوې ده  دڅو مرسته رسونکو مرکزونو له خوا برابرې شوې مرستې  ددوو پوځي هليکوپترو په واسطه ډير ژر دکوفاب ولسوالۍ ته  وليږدول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته