ښوونه او روزنه

په سمنګانو ولايت کې دپنځو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
دپنځه څلويښتو مليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت  دپنځو ښوونځيو دودانيو د جوړولو کار دسمنګانو ولايت په بر دره صوف ولسوالۍ کې بشپړاو ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دسمنګانو ولايت دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا رئيس انجينر محمدآصف دولت شاهي  باخترآژانس ته وويل: ددغو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو لګښت دماليې د وزارت له خوا ددولت  له پرمختيايي بودجې څخه تمويل شوي دي  او   دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا وزارت له خوا دغه پروژې    تطبيقې شوې دي.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې :  دغه ودانۍ  چې په دولتي ځمکو کې په پاخه     او اساسي ډول په يو يو پوړ کې جوړې شوې دي هره ودانۍ اته درسي  خونې ، څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري.
په همدې  حال کې  دبر دره صوف ولسوال  احمدعليي حسني وويل ؛  په دغو ښوونځيو کې  دشيغنه دکلي دنجونو منځنى ښوونځى ، ددهنه تور دهلکانو دليسې ، دولسوالۍ دمرکز  دهلکانو دليسې  ،  دقريه  رشک دنجونو دليسې  اودچاردهي دنجونو دليسې  ودانۍ شاملې دي .
دده دڅرګندونوله مخې : ددغو ښوونځيوزده کوونکي دتدريسي ځاى  دنشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخامخ و اوپه کرايي کورونو او ترخيمو لاندې  په زده کړې بوخت و چې  اوس ددوى ستونزې لرې شوي دي.
اودنجونو اوهلکانو په ګډون درې  زره تنه زده کوونکي اوس   د زده کړې  مناسب ځاى ترلاسه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته