امنیت

په هلمند کې څلور ملکیان د طالبانو له بندخونې آزاد شول

۲۵- کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
د کومانډو ځواکونو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له بندخونې څلور ملکیان آزاد کړل.
له ۲۱۵ میوند قول څخه باختر آژانس ته په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ملکیان د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې آزاد شوي دي.
په ورته وخت کې افغان ځواکونو نن د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی دی.
د میوند قول اردو مسوولین وايي چې په برید کې د یو ډلګی مشر په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته