امنیت

په بلخ کې دپوځيانو په نويو هوايي بريدونو کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيانونه اوښتي دي .

کابل باختر د  وري  شپاړلسمه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په بلخ ولايت کې دپوځيانو په  هوايي بريدونوکې ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
په دغو طالبانو تيره شپه دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريدونه وشول .
څه ناڅه يوه اوونۍ کېږي چې پوځيانو په چمتال  ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو پرضد دوليد- ١ په نامه عمليات پيل کړي دي .
ددغو عملياتو او دپوځيانو په هوايي  او ځمکنيو  بريدونوکې تراوسه پورې په لسګونو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې  ده .
له بلې خوا هم ويل کېږي چې پوځيانو په دغو عملياتو کې څو کلي  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته