امنیت

تروريستان دبشريت پرخلاف جنايتونو کې هيڅ پوله نه پيژني

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٣نيټه :                      
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله  عبدالله پرون  په جلال آباد ښار کې دهېواد دسکانو  او هندوانو پرخلاف دتروريستانو  دډاراچونکي بريد دقربانيانو له کورنيو سره دډاډګېرنې دڅرګندونوپه خاطر چې له امله يې څه ناڅه شل تنه ووژل شول  او يوشمير نور ټپيان شول په کارته پروان کې  د ګوردواره  ته لاړ .
اجرائيه رئيس دقربانيانو له کورنيو سره دډاډګيرنې او غمشريکۍ دڅرګندولو په ترڅ کې په خپلو خبروکې  دبې دفاع خلکو پرخلاف  ډاراچوونکى بريد وغانده او ددوى په غم کې دافغانستان  ټول ملت او خلک شريک وبلل .
اجرائيه رئيس په خپلو خبرو کې دغه راز زياته کړه  چې تروريستان دبشريت پرخلاف  جنايت کې هيڅ  پوله نه پيژني او بايد زموږ ملت او خلک په متحدانه ډول په يوه ليکه کې  دهغوى په وړاندې ودريږي .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته