ټولنه

له ٣٢٢ تنو راستنيدونکو سره مرسته وشوه

کابل باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه  :
له پاکستان څخه هېواد ته له ٣٢٢ تنو راستنيدونکو افغان مهاجرينو سره په تيرو  دوو ورځوکې مرستې ترسره شوې دي.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت  باختر آژانس ته وويل: دغه افغان مهاجرين په داوطلبانه ډول له پاکستان څخه هېوادته راستانه شوي دي او تورخم ته درسيدو په وخت کې  دمرستندويو موسسو له  خوا له هغوى سره مرسته وشوه .
د دغو راستنيدونکوله جملې څخه ٢٣١ تنه يې سندونه لري او  ٩١ تنه نور يې د مهاجرت سندونه لري. .
د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان عالي کميشنرۍ له هغو  راستنيدونکو سره  چې د مهاجرت سندونه لري، دوه سوه امريکايي ډالره او   د (آى او ام) ادارې له هر بې سنده راستنيدونکو سره ٣٥ امريکايي ډالره مرسته کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته