ورزش

داروپا دملتونو جام سيالۍ په اتو لوبو سره دوام مومي .

کابل باختر دتلي ديرشمه :
داروپا دملتونو دفوتبال جام دسياليو د دريم پړاو لومړنى دور نن شپه په اتو لوبو سره دوام مومي .
باختر اژانس  دنړيوالو خبري  منابعو له خولې خبر راکړ :  ددغو سياليو په حساسو سياليو کې چې دافغانستان په وخت دنن شپې په نيمايي کې ترسره  کيږي دآلمان دشالکه ټيم دانګلستان دچلسي ، دانګلستان دارستال ټيم دآلمان د دورتمند ، دفرانسي دمارسي ټيم دايټالياد ناپولي ټيم اودايتاليا درييس ميلان او دايتاليا دبارسلونا له ټيمونوسره سيالۍ کوي .
په همدې ترتيب داسکاتلند دسليتک ټيم دهالندد امستردام له اژاس ، دپورتو پرتګال  ټيم دسويس  دزينت له ټيم داتريش داستريا وياتا  دهسپانييې  داتلاتيک مادريد او دبلغاريادبخارست  ټيم دسويس دبازل له  ټيم سره سيالۍ کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته