کابل باختر د کب لومړى :
دهېوادپه يوشمير ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو په ګډو پوځي عملياتو کې ٧٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٨ تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
دغه عمليات دخلکو دسر او مال اود ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شوې .
دهېوادددفاعي او امنيتي ځوکونو دغه ګډ عمليات دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، خوست ، غزني ، قندهار ، روزګان ، زابل ، هرات ، فراه ، فارياب ، تخار ، بادغيس ، نيمروز او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شول.
ختم_عطاالله _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ