امنیت

په فارياب کې دديارلسو وسله والو طالبانو وژل کيدل

ميمنه/باختر/ دچنګاښ ٧مه :
ديارلس وسله  وال طالبان پرون په  فارياب کې  ووژل شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش د باخترآژانس خبريال  ته وويل ؛
دغه وسله وال طالبان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په هغوعملياتو کې  چې د دغه  ولايت مرکز ميمنې ښار مواصلاتي لارې  څخه د فارياب بلچراغ ولسوالۍ  پورې ترسره شول ، ووژل شول.
يورش زياته کړه په دغو عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان ټپيان او د خشت پل ، طويمست ، نذيرآباد او د لارې په اوږدو کې هزارقلعه  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک او څلور ماينونه هم کشف شول.
يورش وويل په عملياتو کې دوه پوځيان شهيدان اويو بل سرتيرى ټپي شوى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته