سیاست

دلو يي جرګي په غونډه کې د کميټو رئيسا نو خپلي پيشنهادى نظريې طرحه کړې

د دوديزى لوى جرګي دڅلورمې ورځې په غونډه کې ددغې جرګى د کميټو مشورتي نظريې اوپيشنهادو نه وړا ندې شول

د باختر اطلاعا تي ا ژانس خبر را کړ: په نننۍ غونډه کې ددوديزى لوى جرګى رئيس پرو فيسر صبغت الله مجددي ددوديزى لوى جر ګى کارمثبت و باله او هيله يې و کړه چې دجرګي نننۍ کارهم په ښونتيجو سره پاى ته ورسيږي

په دې غونډه کې ددوديزى لوى جرګى د کميټو رئيسا نو دامريکا له متحده ايالاتو سره دستراتيژيک موافقه ليک دلاسليک دڅرنګوالى او ددولت له مخالفينو سره درو غې جوړې د ميکانيزم دڅرنګوالى په اړ وند د مربو طو کميټو مشورتي پيشنهادونه اونظريې بيان کړې

هغوى په يو لړ مخکنيو شرطونو سره دستراتيژيک موافقه ليک له لاسليک کولو سره خپلي موافقى څرګندې کړې ويې ويل:

په سترا تيژيک موافقه ليک کې بايد ملي وا کمنې اوځمکنې بشپړتيا سا تلي وي ، دغه تړون پر افغا نستان د بهرنيو ځوا کو نو د وا کمنې وسيله نه شي ، د افغا نستان سيمه ييز مناسبات زيانمن نه کړې اود افغا نستان له خاوري څخه دګاونډيا نو پرخلاف استفاده ونه شي

دغه راز دشپى له خوا او په خپل سردبهر نيو ځوا کو نو دپلټنې دعمليا تو په بندولو ، د افغا نستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې په نه لاس وهنې ، د افغا نستان دخلکو د اسلا مي ، دينې او مذ هبي عقايدو او ارزښتو نو ته په درنا وي ، د افغا نستان د امنيت په تامينولو اود ګاونډيو هيوادو نو دلاس و هنو په مخنيوي ټينګار وشو .

دغه را ز د کميټو له رئيسانو له دولت څخه وغو شتل له هغه چا سره رو غه جوړه و کړې چې پته يې معلو مه وې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته