امنیت

دقندهار په يو پوځي بيز دوسله والو طالبانو بريد شنډ شو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٨ :
دملي دفاع  وزارت وايي  چې دقندهار ولايت دخاکريزپه ولسوالۍ کې  په يو
پوځي بيز دوسله والو طالبانو بريد شنډشو  او وسله والو طالبانو  ته دسر دروند
زيان واوښت.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي  وسله والو طالبانو تيره شپه  په خاکريز ولسوالۍ کې  دملي اردو په يو بيز ًبريد وکړ چې دملي اردو دځواکونو له خواشنډکړى شو.
په دې بريد کې دوه ويشت تنه يرغلګر ووژل شول   او ٢٦ تنه ټپيان شول.
دغه راز دملي دفاع وزارت وايي چې په دې بريد کې  دملي اردو پنځه تنه منسوبين  شهيدان  او درې تنه نور يې ټپيان شول.
ديوبل خبر له مخې دملي اردو  ځواکونو په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دهېواد په ځينو سيمو کې  عمليات ترسره کړل ، دغه عمليات  دکاپيسا ، لوګر ، پکتيکا، غزني ، قندهار ، روزګان ، هرات ، فراه ، فارياب ، کندز او دهلمند دولايتونو په  مربوطاتو کې  دهوايي اوتوپچي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول  چې په نتيجه کې يې ٥٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول   اودطالبانو دوه تنه قوماندانان هم پکې شامل دي  دغه راز دطالبانو  ددوو تنو قوماندانانو په ګډون اووه تنه  نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته