کابل باختر دمرغومي ديرشمه :
يو وسله وال طالب نن له خپلې وسلې سره په ننګرهار ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شو .
باختراژانس د ٢٠١ سيلاب قول اردو دخبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې يو وسله وال طالب دننګرهار ولايت دلعل پورې ولسوالۍ په مربوطات کې له خپلې وسلې سره دسولې له بهير سره يوځاى شو .
ديوبل خبرله مخې، دوسله والو طالبانو له خوا پنځه ښخ کړى شوي ماينونه دننګرهار ولايت په لعل پورې ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
ختم_ ج _اکرم