امنیت

اته تنه وسله وال مخالفين په فارياب کې ووژل شول

ميمنه باختر دوږي دمياشتې ٢٧  نيټه  :
د طالبانو د يوه پاکستاني قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال مخالفين پرون د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې ووژل شول.
د فارياب د والي وياند احمدجاويد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال مخالفين د پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
ده وويل: دغه عمليات د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د قيصار ولسوالۍ د نهو کليو د پاکولو په مقصد ترسره شوي وو.
خبرځاى وويل: دغه کلي څه موده مخکې د وسله والوطالبانو له خوانيول شوي و.
ده زياته کړه چې د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات او پنځوس موټرسايکلونه
هم د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته