ورزش

دسوک وهنې کلپونه دفعاليت جواز ترلاسه کوي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
دکابل ښار دسوک وهنې دکلپونو دفعاليت دجواز ويشل پيل شول.
دغه اقدام دبدني روزنې او سپورت رياست دسوک وهنې فدراسيون له خوا په هيواد کې دسوک وهنې دکلپونو دفعاليت دقانوني کولو په مقصد ترسره کيږي.
دباختر آژانس خبر ورکړ : په هغې غونډه کې چې له همدې امله د سوک وهنې فدراسيون د رييس عبدالله شکيب ستاري په ګډون دبدني روزنې او سپورت رياست په مرکز کې جوړه شوه ، دسوک وهنې فدراسيون مرستيال هدايت الله مومند وويل : دکابل ښار دسوک وهنې د کلپونو دفعاليت دجواز ويشل کولاى شي ، دغير قانوني او خپل سرو کلپونو دجوړولو مخه ونيسي.
په دې غونډه کې دکابل زون يو له ديرشو کلپونو څخه پنځلسو کلپونو ته درسمي فعاليت جواز ورکړ شو.
دسوک وهنې فدراسيون چارواکو وويل : دغه بهير دوام مومي چې دهيواد په کچه دسوک وهنې د ټولو کلپونو فعاليت قانونى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته