امنیت

دهيواد دوسله والو ځواکونو په ملاتړ دغور دخلکو لاريون .

کابل باختر د ثور  دريمه :
  دغور ولايت دمرکز فيروز کوه ښار په سلګونو تنو اوسيدونکو نن دهيواد له وسله والو ځواکونوسره دملاتړ په دود لاريون وکړ .
په دې لاريون کې چې دشنه بهير له خوا ترسره شو يوشمير زده کوونکو اومحصلانو دمدني ټولنې فعالانو ، ديني عالمانو اوخلکو  ګډون کړى و .
ددغه لاريون برخه والو مړه دې وي  طالبان او ژوندي دې وي دافغانستان وسله وال ځواکونه دشعارونو په ورکولو سره له دغو ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دفيروز کوه له ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دلاريون برخه والو ځينو پوځيانوته دګلو ګيډي وړاندې کړې او له دولت څخه يې وغوښتل چې دترور او تروريزم په وړاندې جدي مبارزه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته