امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې دوو جګپوړو قوماندانانو دخپلو سلو تنو افرادو په ګډون په فارياب کې له جګړې څخه لاس واخيست .

کابل باختر  د تلي اوومه :
دوسله والو طالبانو دډلې  دوو تنو قوماندانانو  له خپلو سلو تنو  افرادو سره په فارياب ولايت کې  له جګړې څخه  لاس واخيست  او عادي ژوند يې  غوره کړ .
  مولوي عبدالاحد شيرزاد  اوملا دولت محمد  چې تراوسه پورې يې  دفارياب ولايت په ځينو سيمو او په تيره بيا ددغه ولايت  د کوهستاناتو  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دزياترو تروريستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود  دولت ته  دخپلو جنګي وسايلو په سپارلو سره  اعلام وکړ چې  له دې وروسته  دخپل هيواد  په  بيا جوړولو او دامنيت په تامينولو کې هڅه او هاند کوي .
دغو دوو جګپوړو قوماندانانو په هغه څه چې په تيرو وختوکې يې ترسره کړي و پښيماني څرګنده کړه او له نورو وسله والو طالبانو څخه يې وغوښتل چې دپرديو په اشاره دې  په خپل هيواد کې  له ورانکارۍ څخه لاس واخلي  او برعکس  دافغانستان  په پرمختګ کې دې  لاسونه ورسره ورکړي .
  په همدې حال کې دفارياب ولايت  سيمه ئيزومسوولينو  ددولت  دمخالفينو له ليکو سره  دوسله والو طالبانو دډلې ددغو دوو قوماندانانو وتل يو ستر برياليتوب بولي او وايي  چې عادي ژوندانه ته ددغو دوو تنو قوماندانانو ستنيدل  دامنيت  په ښه والي باندې  زياته اغيزه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته