امنیت

په لوګر کې دوه تنکي ځوانان ووژل شول .

کابل باختر د  غبرګولي  لسمه

  دلوګر ولايت په خوشي ولسوالۍ کې د ايښودل شوي ماين دچاودنې له امله دوه تنه تنکي  ځوانان ووژل شول .

 دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال رييس خان باختر اژانس ته وويل، داپيښه دخوشي ولسوالۍ په دوه بندي سيمه کې هغه وخت وشوه چې دوه تنه لاروي   تنکي ځوانان  په ماين وختل او دواړه ووژل شول .

 ويل  شوي دي دغه ماين د تنظيمي جګړو له وخته  په دې سيمه کې  شتون درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته