خبرونهامنیت

دوه طالبان په بادغیس کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
دوه وسله وال طالبان تېره شپه په بادغیس کې ووژل شول.
د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک باختر آژانس ته وویل چې دغه طالبان هغه وخت ووژل شول چې د بادغیس د مرکز قلعه نو په کندلان سیمه کې د ولسي پاڅون پر پوستو بریدونه وکړل.
هغه وویل چې په نښتو کې د ولسي پاڅون ځواکونو درې غړي ټپیان شول.
د یو بل خبر له مخې:
د هرات د کشک کهنه او د بادغیس د آبکمري ولسواليو د پولې ترمنځ د یو سرګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل او دوه نور یې ټپیان شول.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته