کابل باختر دليندى نولسمه :
دفارياب په ولايت کې دپوليسو دچاڼيزو عملياتو په پايله کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه عمليات پرون دالمار ولسوالۍ په توربت کلي کې د هغې ولسوالۍ دزياترو کليو دپاکولو په موخه پيل شوي و .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړي لوا دقوماندانۍ مطبوعاتي مسوول جګړن محمد رضا رضايي دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو عملياتو کې دمولوي محمد دين په ګډون چې په شهيد مشهور و پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور چې قوماندان نيکپا يې مسوول و ، ټپيان شول .
رضايي زياته کړه دطالبانو شل موټرسايکلونه او يوه اندازه چاوديدونکي توکي او درې ميله وسله ، دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده دهغوى دوه ثابت مرکزونه ړنګ شوي دي .
رضايي وويل دعملياتو په بهير کې دپوليسو يوسرتيري هم شهيد شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل