سیاست

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی اجرائیه رئیس داکتر عبدالله عبدالله لیدو ته ورغی

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٥ مه
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی پرون د افغانستان اجرائیه رئیس داکتر عبدالله عبدالله لیدو ته ورغی او د وروستيو تروریستي بریدونو کې یې زموږ د هېوادوالو پر شهادت او ټپي کېدو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه.
همداراز په دې کتنه کې د هېواد په روانو حالاتو خبرې وشوې او د خاورې حساسو شرایطو ته په پاملرنې سره د اتحاد او اتفاق په ساتنه، پياوړتيا او د حالاتو  پر وړاندې له زغم او هوښیارۍ څخه په کار اخیستنې ټینګار وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته