کابل/ د تلې٢٠مه/ باختر
دولتي ځواکونو تېره شپه د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه د کندز په چار درې ولسوالۍ کې ويجاړه کړه.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات د کندز د چاردرې ولسوالۍ په سجاني کلي کې ترسره شول چې په پايله کې د طالبانو د مهماتو يوه ستره زېرمه له منځه يوړل شوه.
ختم- ج- اکرم