کابل باختر د ليندي لسمه :
دافغانستان دمعاصرو ادبياتو د نوميالي اومبتکر شاعر ارواښاد استادعبدالروف بينوا د زوکړې د سلمې کاليزې په وياړ جوړ شوي سيمينارته د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام!
د افغانستان دمعاصرو پيښتو ادبياتو په تاريخ کې چې د چا نومونه له نوښت، مفکورې او دهنري ارزښتونو له پالنې سره تړلى راځي؛ يو پکې ارواښاد استاد عبدالروف بينوا دى .
استاد بينوا هنرمند اومفکر شاعر او ليکوال و. په خپلو شعرونو او نثرونوکې يې د ښکلو خيالونو د روزنې تر څنګ، ډيره پياوړې فکري تومنه هم ملګرې کړې وه. دغو خصوصياتو د ده شعرونواو نور ادبي آثارو ته لوړ ادبي مقام بخښلى دى .
استاد بينوا سربېره پرشاعرۍ او ليکوالۍ، محقق، مورخ اوسياسي _ اجتماعي شخصيت هم و. د ده دشخصيت دغه ابعاد هم دڅيړنې ډير موارد لري. زموږ څيړونکيو ته ښايي چې د استاد بينواپرمفکورو، نوښتونواو د ده آثارو په اجتماعي اوملي ابعادو پراخې څيړنې وکړې؛ هغه آرزوګانې او آرمانونه خلکو ته ډير روښانه وښيي چې ده د خپل هيواد او خلکو په باب درلودل.
زه باورلرم چې پرهمدغوموضوعاتوبه ستاسې سيمينار ته پوهانو اوځوانو ليکوالو ډيرې څيړنې کړې وي او د استاد بينوا د ژوند او اند مختلف اړخونه به لاډير ښه وځلوي.
د دې سيمينار د جوړولو له امله دافغانستان د علومو اکادمي ته شاباسى وايم اوستاسو ټولو برى دلوى څښتن له درباره غواړم .
1 1 دقیقه لوستل