سیاست

دهېواد دبهرنيو چارو وزير تاجکستان ته روان شو .

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
  دهېواددبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دتاجکستان  دبهرنيو چارو دوزير سراج الدين اصلوف  په بلنه  ديو رسمي سفر دترسره کولو لپاره نن له غرمې وروسته ددغه هېواد پايتخت دوشنبې ښار ته روان شو .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .  ټاکل شوې ده  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير ددغه سفر په بهير کې دتاجکستان له جمهور رييس ،  دعالي مجلس  رييس اودبهرنيو  چارو وزير سره خبرې وکړې  او دواړو لورو دسياسي ، اقتصادي ، تجارتي ، ترانزيتي  ، فرهنګي او ددواړو هېوادونو له ګډو ستونزو سره دمبارزې په برخو کې ددواړو هېوادونو دپراختيا او ټينګښت دمناسباتو په باب خبرې اترې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته