کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٧
دغيږې نيونې ، سوک وهنې او دهندبال د ټيمونو ورزشکاران نن هندوستان ته روان شول.
دبدني روزنې او سپورت رياست دخپرونو غړى مجيب قاري زاده باختر آژانس ته وويل: ددغو ورزشکارانو دسفر موخه د آسيايي اولمپيک ياسيف ګيم دسياليو په دولسم پړاو کې ګډون دى چې نن د آسيا دجنوب داتو هيوادونو دورزشکارانو په ګډون دهندوستان په دوو سيمو کې پيليږي.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو سياليو کې دافغانستان له پنځلسو ورزشي څانګو څخه څه ناڅه دوه سوه تنه ورزشکاران ګډون کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ