کابل باختر دکب لومړي نيټه :
دوسله والو طالبانو يوسيمه ئيز قوماندان له خپلو دريو تنو افرادو سره يې په غور ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شو .
قومادان عبدالعلي له خپلو افرادوسره مخکې له دې دتولک ولسوالۍ په ځينو سيموکې په تروريستي فعاليتونوبوخت و .
ده عادي ژوندانه ته دراستنيدو په مراسمو کې د هغه څه له امله چې دپرديو په اشاره او لمسون يې دخپلو خلکو په وړاندې ترسره کړي و پښيماني څرګنده کړه او له طالبانو څخه يې وغوښتل چې له ويجاړولو څخه لاس واخلي او دخپل هيواد دپرمختګ او دامنيت دتامينولو لپاره دې هلې ځلې وکړي .
دغور ولايت يو امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه قوماندان څوميله وسلې او شپږ ديرش کيلوګرامه چاوديدونکي توکي هم امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي .
0 1 دقیقه لوستل