نړۍ

امريکا له سوري کډوالو سره دعربي هيوادونو دمرستو د زياتوالي غوښتنه وکړه .

واشنګتن  باختر دلړم شپاړلسمه :
دکډوالو  په چارو کې  دامريکا دبهرنيو چارو دوزير دستيار آن ريچارد پرون ويلي دي هيله لري چې د خليج دهندي بډاى  عربي هيوادونه سوري کډوالو ته زياتې مرستې بيلې کړي .
دباختراژانس  دخبر له مخې  دامريکا دبهرنيو چارو وزارت دغه مقام  دسي اس پي ان دټلويزيوني  شبکې په يوه پروګرام  کې په خبرو کې ويلي دي ( موږ  دوستان لرو ووينو  چې  دخليج دحوزې هيوادونه چې  په منځني  هيوادوکې دي او په اقتصادي   لحاظ  په نسبي ډول  له لبنان  او اردن څخه هم شتمن دي سوري کډوالو ته زياتې مرستې  برابرې کړي دي .
ديادونې وړ ده زياتره هغه سوري  کډوال چې همدا اوس له خپل هيواد څخه وتلي دي او دلبنان ، اردن او ترکيې په ګډون هيوادونو ته تللي دي داپه داسې حال کې  ده چې په وروستيو مياشتو کې  په سلګونو زره  تنه سوريايان په دې بريالي شوي دي  چې ځانونه اروپا ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته