امنیت

په هیوادکې د ۲۴ تنو ډار اچوونکو وژل کیدل

کابل/ باختر/ د لړم ۵ مه
د هېواد په بېلابېلوسیموکې۲۴ تنه ډار اچوونکي د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چاڼیزوعملیاتوکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په تېرو څلورویشتوساعتوکې امنیتي ځواکونو څلور ګډ پلان شوي چاڼیز او یرغلیز عملیات، ۹۴ خاص کومانډويی دندې او ۵ هوایي ګوزارونه د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره کړي او هوایي ځواکونه ۵۹ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو په ملاتړ ترسره کړې دي چې له امله يې ۲۴ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او یو تن بل يې ټپي شوی دی.
دغه عملیات د هوایي قواوو په ملاتړ د پکتیکا، غزني، قندهار، هلمند، کونړ، ننګرهار، پکتیا، فراه او د غور په ولایتونوکې ترسره شوي دي.
په دغو عملیاتوکې د دښمن ۷ موټرسایکلونه، یو موټر، د نشه یي توکو یوه کارخانه او پنځه سنګرونه له منځه تللي دي.
ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته