امنیت

په هلمند کې ١٦ تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
شپاړس تنه د جنايي جرمونو په تور په هلمند کې ونيول شول.
پوليس وايي چې دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتو کې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار او يوشمېر ولسوليو کې نيول شوي دي.
پر نيول شويوکسانو د غلا، شوکمارۍ او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
د هلمند د پوليسو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې پوليسو دغه کسان د عملياتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې نيولي دي.
ويل کېږي د نيول شويو کسانو دوسيې به ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته ولېږل شي.
ختم- شکريه -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته