کابل باختر د مرغومي اوومه :
د لغمان ولايت د مرکز د لويديځ په مربوطاتوکې د الماس – ٣٤ په نامه ګډو چاڼيزو عملياتوکې چې د ملي اردو د خاصو قطعاتو د کوماندو، ملي پوليسو، سيمه ئيزو پوليسو او د ملي امنيت د ځواکونوپه ګډون د امنيتي سکتور د بنسټونو د منسوبينو له خوا د امنيت د تامينولو او د ښې حکومتوالۍ په موخه نن د لغمان ولايت د مرکز د لويديح په استقامت د ادوخيلو، وردکو، کنچ، قصابانو، قلعه صوفي، پاچايانو، شيرګړ، کل ګاريو ، مسکورې، نولام او د ډيوې په کليوکې نن سهار پيل شوي وو؛ زياتره سيمې تصفيه شوې او د مصطفى خول په ساحه کې د پلټنې او تصفيې په بهيرکې د امنيتي ځواکونو او د وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه ونښته چې په وسله والومخالفينوځپنده ګوزارونه وشول چې له امله يې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه سرګروپ په ګډون د دولت ٦ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او عمليات په برياليتوب سره دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل