اقتصاد

په میدان وردګو کې د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړېږي

کابل/ د چنګاښ ۲۵مه/ باختر
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دې ولایت د مرکز میدان ښار په کډون په سیداباد، لومړی حصه بهسود، جغتو او دامیرداد ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پیاز او نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د میدان وردګو د کرنې رییس ولید احمد تسل وایي، چې ددې ولایت د مرکز میدان ښار په کډون سیداباد، لومړی حصه بهسود، جغتو او دامیرداد ولسوالیو کې د زعفرانو  ننداریزې قطعې جوړیږي. د تسل په خبره د یادو ننداریزو قطعو د هرې نیم جریبه قطعې د جوړولو په پار پر بزګرانو د زعفرانو ۵۰۰ کیلو پیاز، تقویتي سره او دزعفرانو د ګل ټولولو توکي وېشل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس ولید احمدتسل زياته کړه چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د میدان وردګو  ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسب دی او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته