-کابل / دزمري ٢٨مه /باختر:
د کابل ښار په بېلابېلو سيمو نن سهار په نهوبجو اوديرشو دقيقو څو توغندي ولګيدل .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د دغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل نن سهار په نهه نيمو بجو د کابل ښار د اتمې او اوولسمې حوزو له مربوطاتو څخه له دوو ګړنديو واسطو څخه څو توغندي توغول شوي دي.
هغه زياته کړه چې تراوسه پورې د دغې پېښې په اړوند زيات جزييات نه دي ترلاسه شوي .
په همدې حال کې ويل شوي دي چې دغه توغندي د کابل ښار د مکروريانونو ، وزيرمحمد اکبر خان اود سراي شمالي په سيمو کې لګيدلي دي.چې يو توغندى د استوګنې پريوکور لګيدلى دى .
د دغې پېښې د سر د زيان اومالي توانونو په باب تراوسه پورې زيات جزييات نه دي ترلاسه شوي . ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل