امنیت

نږدي شل تنه په پل علم کې ټپيان شول .

کابلباختر دچنګاښ ٢٥ مــــه

دلوګر ولايت په پل علم ښار کې نن سهار داتو بجو په شاوخوا کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې اونږدي شل تنه پکې ټپيان شول.

دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال رئيس خان صادق ددغه خبر د تا ئيدولو په ترڅ کې باختر اژانس ته وويل: لومړى چاودنه دلوګر ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته څيرمه دسړک دغاړى په ګلدان کې دايښودل شوى بم زيږنده وه چې دسرزيان يې نه دى اړولى اودويمه چاودنه هغه وخت وشوه چې امنيتي ځواکو نه او خلک دلومړي پيښې په سا حه کې راټول شوي وو او له ا مله يې شپا ړس تنه ټپيان شول.

په همدې حال کې د نايب امين الله خان لوګري په روغتون کې موظف ډاکتر احمدنالان وويل: تراوسه پورې ددغې پيښې نږدي شل تنه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي چې امنيتي ځواکونه او ملکى وګړي پکې شامل دي.

دپيښې جز ئيات وروسته خپريږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته