ښوونه او روزنه

په سرپل کې څلور ښوونځى دنويو ودانيو خاوندان شول

کابل- باخترد تلې ٣
په سرپل ولايت کې دڅلورو ښوونځيو د نويو ودانيو دجوړولو کار بشپړاو پرون ګټې  اختستنې ته وسپارلې شوې. دسرپل ولايت دپوهنې رييس باختر آژانس ته وويل: د سوزمه قلعه ولسوالۍ دسپندى ساى دکمپ دمنځني ښوونځى ودانى دخلکو په سلوکې دلسو په ونډې سره دڅه دپاڅه درې مليونو افغانيو په لګښت،ددغې ولسوالۍ دسبزي کلان دمنځني ښوونځي ودانۍ دملي پيوستون دپروګرام له خوا دڅه دپاڅه پنځو ميليونو افغانيو په لګښت د دوه جريبه ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده.
دغه راز ددغې ولسوالۍ دهلکانو دليسې ١٨ تولګيزه ودانۍ ددغه ولايت ديو پوهنيال په مرسته ديو ميليون افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
دپوهنې رييس زياته کړه: دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ دهژده بلالي دکلي دمنځني ښوونځى ودانۍ له نه شه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزارت له بودجې څخه څه دپاڅه يو سلو شلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يوه پوړ کې جوړه شوې ده .
ده زياته کړه: ددغو نويو ودانيو په جوړولو سره څه دپاڅه ١٣٠٠ تنو زده کوونکو ته دښوونې او روزنې او د زده کړې ښې زمينې برابرې شوې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته