ټولنه

په خوست کې ديوسلو شلو کورنيو دڅښاک اوبه برابرې شوې

کابل باختر د غبرګولې دريمه :
په خوست ولايت کې دڅښاک داوبو ديوې زيرمې  دجوړولو کار پرون دولسي  تړون دملي پروګرام  له خوابشپړ او دغه زيرمه دخلکو داستفادې  وړوګرځيده.
دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتوادارې باختراژانس ته وويل چې دڅښاک داوبو دغه زيرمه  ددوه ويشت زره پنځه سوه  ليترو اوبو ظرفيت لري او دکليو دبيا رغاونې اوپرمختياوزارت دولسي تړون  دملي پروګرام له خوا ديو مليونودرې سوه زرو افغانيو په لګښت دخوست ولايت اسمعيل خيلو په ولسوالۍ کې جوړه شوې ده.
ددغې پروژې دکار په بشړيدو سره داسماعيل خيلو په ولسوالۍکې  ١٢٠کورنى دڅښاک له اوبو څخه ګټه ا خلي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته