کابل باختر دکب درې ويشتمه :
په بغلان کې دعبدالعلي مزاري دشهادت د در٢٣تلين درناوى وشو .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت ددغه ولايت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه دبغلان ولايت اجرائيوي هيئت ، دملکي او پوځي ادارو رييسانو ، دعدلي اوقضايي بنسټونو مسوولانو دولايتي شورا وکيلانو ، عالمانو او جهادي شخصيتونو او يو زيات شمير اوسيدونکو ګډون کړى و .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دبغلان والي او نور وينا والو دعبدالعلي مزاري دشخصيت بيلابيلااړخونه بيان کړل او هغه يې ددموکراسي اوولسواکۍ په برخو کې دازادۍ غوښتنې، صداقت او يوبل منلو اوايماندارۍ يادسمبول وباله.
ختم_+ عطاالله _ اکرم