امنیت

په کاپيسا ولايت کې دطالبانو پرخلاف دخلکو پاڅون .

کابل باختر د ثور  څليرويشتمه :
دکاپيسا ولايت په سلګو نو تنو اوسيدونکو دوسله والو طالبانو پرخلاف پاڅون وکړ او په نښتو يې لاس پورې کړ .
په دغو نښتو کې چې پرون له سهاره تر شپې پورې دکاپيسا ولايت په څو ساحو کې دوام درلود څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوزيات شمير نور يې ټپيان شول .
پاڅونوالو دغه راز په کاپيسا کې څو کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړل  او امنيتي ځواکونو ته يې وسپارل .
دغه پاڅون په کاپيسا کې دسيمې ديوه مشر اخند زاده په مشرۍ پيل شو او همدا اوس ددغه ولايت بيلابيلو ساحو ته دخپريدو په حال کې دى .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه وياند دباختراژانس خبريال ته وويل چې پاڅونوال دغه راز دکاپيسا ولايت په بيلابيلو  سيمو کې دطالبانو په لټه کې دي .
  يوه پاڅونوال زموږ سيمه ئيز خبريال ته ويلي دي چې دوى به  په کاپيسا کې د ټولو وسله والو طالبانوتر ځپلو پورې  خپلې مبارزې ته دوام ورکوي .
ده وويل :وسله وال طالبان داسلام دمبين دين له پتې  څخه په هر راز ورانکارې لاس پورې کوي په داسې حال کې چې زموږ دين دسولې او ګډ ژوندانه دين دى .
دکاپيسا ولايت  په بيلابيلو سيمو کې دوسله والو طالبانو شتون ددې سبب شوى دى چې دغه ولايت دپرمختګ او ترقۍ له کاروان څخه بيرته پاتې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته